د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ويلي، طالبان باید پوه شي چې د واکمنۍ د پنځمې کلیزې د نمانځلو لپاره هېڅ دلیل نهلري، ځکه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې به د دوی د ترسره شویو «جنايتونو» حساب و کتاب ورسره وشي. ځايي سرچینې وايي، نښتې د شنبې له ورځې تر شپې پورې د مایمي، زېباک، نسي او شکي ولسوالیو او د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې روانې وې. تر اوسه د دغو نښتو د مرګژوبلې د کچې په اړه کره او خپلواک معلومات نهدي ترلاسه شوي. په نسي ولسوالۍ کې ځايي پوځي قوماندان جمعهخان فاتح له تېرې سهشنبې راهیسې د طالبانو پر وړاندې مقاومت پیل کړی دی. د هغه نږدې کسان وايي، فاتح د نښتو په پنځمه ورځ هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کړی او د دې ولسوالۍ ځینې کلي لا هم د هغه د ځواکونو په واک کې دي. د ازادۍ جبهې هم ادعا کړې، چې د شنبې په ورځ یې د زېباک ولسوالۍ په دوو سیمو توپخانې او سنګلیچ کې له طالبانو سره نښتې کړې دي. هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په سیمه کې د دې جبهې د ځواکونو له لوري د هاوان د توغولو شېبې ښيي. له دې سربېره، د ازادۍ جبهې د شنبې په ماښام په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په زېباک کې یې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ملاله یوسفزۍ: طالبان به د خپلو «جنايتونو» له امله ځواب ویونکي وګرځول شي
منابع
Afghan sources
ملاله یوسفزۍ: طالبان به د خپلو «جنايتونو» له امله ځواب ویونکي وګرځول شي