Summary: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن په بغلان کې د (قتیبه ابن سعید بغلاني) صنعتي پارک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه. باختر آژانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر اخوند، اقتصادي استقلال د سیاسي او فرهنګي استقلال بنسټ یاد کړی او ويلي يې دي: "موږ هغه وخت اقتصادي ځان بسیاینې ته رسېدلی شو چې په کور دننه د هر سکټور په کچه صنعتي او تولیدي فعالیتونه پراخ او پياوړي کړو." د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې چې د هېواد د اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو فقرچ پيل کړې، څو په کور دننه خام مواد پروسس او تولید شوي محصولات نورو هېوادونو ته صادر شي او په دې سره به افغانستان په تدریجي ډول له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي. ملا عبدالغني برادر اخوند په هېواد کې د بېکارۍ کچې او فقر د له منځه وړلو په اړه ویلي دي: "وخت یې دی چې د پراخو وارداتو او بشري مرستو په برخه کې نړۍ ته اوږده شوي لاسونه بېرته راټول کړو، له خپل بهترین جغرافیوي موقعیت او پراخو اقتصادي ظرفیتونو څخه باید داسې ګټه واخلو، چې په کور دننه بېکاري او فقر تر ټولو ټیټې کچې ته راورسوو." اقتصادي مرستیال دې هدف ته د رسېدو لپاره د اسلامي امارت او افغان ولس ګډې هڅې مهمې بللې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په هېواد کې د اوږدمهاله کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د صنعتي پارکونو جوړېدو په څېر مهم ګامونه اخلي. ملا برادر اخوند ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت په هېواد کې د شته اقتصادي ستونزو د حل لپاره په تدریجي او منظم ډول هڅې کوي. هغه زياته کړې ده: "په اقتصادي برخه کې به داسې چوکاټ رامنځته کړو چې خپله کار تولید کړي، د قیمتونو د ثبات او د خلکو د خرید قدرت په برخه کې به د لازمو مالي او پولي سیاستونو تطبیق ته دوام ورکوو او افغانستان به په سیمه کې د سوداګرۍ د مهم شریک په توګه مطرح کړو." د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز پر سیمهییزو او نړیوالو اقتصادي سازمانونو غږ کړی چې په دغو سازمانونو کې د افغانستان غیر فعال حضور پای ته ورسوي او رسمي فعال حضور ته یې ژر زمینه برابره کړي. د هغه په خبره، په دې سره به افغانستان وکولای شي خپل اقتصادي لومړیتوبونه، فرصتونه او له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي تعامل په اړه مهم بحثونه او طرحې شریکې کړي، چې دا به د سیمهییز او نړیوال اقتصادي مشارکت، تخنیکي همکارۍ، ظرفیت لوړونې او د مشروع اقتصادي حقونو په ترلاسه کولو کې مهم ګام وي. د یادونې وړ ده چې د بغلان ولایت صنعتي پارک په ۱۶۷۹ جریبه ځمکه جوړیږي چې په پایله کې به یې صنعتکارانو ته د فعالیت او زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
ملا برادر اخوند په بغلان کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه
سرچینې
Afghan sources
ملا برادر اخوند په بغلان کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه