EconomyKabulافغانستاندری

ملا برادر: غواړو افغانستان له يوه مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-30 05:52:04🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وایي، د اسلامي امارت ستراتيژیک او اقتصادي لیدلوری دا دی چې افغانستان په تدریجي ډول له یوه مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل کړي. ملا عبدالغني برادر اخند دغه څرګندونې پرون (پنجشنبې) په کندهار کې د شوراندام سمنټو فابریکې د لومړي فاز د پرانیستې مراسمو کې کړې دي. هغه ویلي، افغانستان باید خپلې اړتیاوې د کورنیو تولیداتو له لارې پوره کړي، د تولید په بهیرونو کې د ارزښت ځنځیر پراخ کړي او د صادراتو کچه لوړه کړي. نوموړي زیاته کړې: «موږ هغه مهال دوامداره اقتصادي پرمختګ ترلاسه کولای شو چې له خپلو سرچینو په دوامداره توګه ګټه واخلو او د صنعتي سیاست برخه کې مهم ګامونه پورته کړو.» د هغه په وینا، د اسلامي امارت موخه او مسوولیت د داسې تولیدي نظام رامنځته کول دي چې اقتصادي منطق ولري او د هېواد د پرمختګ لپاره واقعي ارزښتونه رامنځته کړي. هغه زیاته کړې چې د همدې موخې لپاره د مهمو او لویو ملي پروژو پلې کېدو زمینه برابره شوې ده. ملا عبدالغني برادر اخند ویلي، افغانستان په کور دننه د سمنټو تولید پراخ ظرفیت لري او دغه ظرفیت کولای شي د هېواد د ودانیز سکټور د اړتیاوو پوره کولو کې مهم رول ولوبوي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کندهار د شوراندام سمنټو فابریکې له مسوولینو غوښتي چې ټول چارې د منل شوو معیارونو او…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-30 05:52:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ملا برادر: غواړو افغانستان له يوه مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل کړو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-30 10:20:26

ملا برادر: غواړو افغانستان له يوه مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل کړو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button