EnglishKabulافغانستانامنیت

ملا برادر: یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-18 09:10:17🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې د اړمنو هېوادوالو پر لاسنیو د ټېنګار ترڅنګ وویل، دا عادلانه نه ده چې یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه غورځوي او «د یو مقابل او متخاصم طرف په څېر په منفي ابعادو پسې ګرځي.» نن په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په یاده غونډه کې د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی یوازې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولیت ونه باله، بلکې پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو، پانګوالو، خیریه او نړیوالو بشري بنسټونو یې هم غږ وکړ، چې له دې ټولنې سره مرستې او عملي همکارۍ وکړي. هغه زیاته کړه چې ډېری هېوادوال په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمي سیلابونو، زلزلو او هېواد ته د زرګونو کورنیو د جبري راستنېدو له امله له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ شوي او دې ستونزو ته رسېدنه جدي پاملرنې ته اړتیا لري. ملا برادر اخوند د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) وغوښتل چې د افغانستان په اړه د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره په بې‌‌پرې توګه تحلیلي راپورونه خپاره کړي. هغه زیاته کړه: «دا عادلانه نه ده چې د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-18 09:10:17

Timeline

  1. Pajhwok

    ملا برادر: یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه غورځوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-18 13:39:26

ملا برادر: یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه غورځوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button