Economyافغانستانپښتو

ملا حمدالله فطرت: د وږي ۹مې ثابته کړه، چې د استقلال لپاره مبارزه… — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-31 12:52:10🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي چې د وږي ۹مې، ثابته کړه چې د استقلال لپاره مبارزه او قربانۍ خامخا نتیجه ورکوي. هغه د سنبلې ۹مې په مناسبت، رسنیو ته په استول شوي ویډیويي کلېپ کې ویلي دي: "د سنبلې ۹مه (د اګست ۳۱مه) د افغانانو لپاره هغه ویاړلې ورځ ده چې ثابته یې کړه، د هېواد د استقلال لپاره مبارزه او قربانۍ حتماً نتیجه ورکوي."ملا فطرت زیاته کړې ده: "هغه تور او خونړی اشغال چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر په ۷مه پیل شو؛ د افغانانو له ۲۰ کلن جهاد او قربانیو وروسته د اګست په ۳۱مه پای ته ورسېد."د افغانستان اسلامي امارت د مرستیال په وینا، د سنبلې ۹مه، ټولو یرغلګرو ته چې پر افغانستان د یرغل او تاړاک اراده لري واضح پیغام لري او هغه دا چې افغانستان نه تسخیرېدونکې خاوره او د امپراطوریو هدیره ده.د سنبلې ۹مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له مهمو او تاریخي ورځو څخه ده. پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۳۱مه) له افغانستان څخه د وروستي امریکايي عسکر (جنرال کریسټوفر ډوناهو) په وتلو سره د امریکا او ناټو ۲۰ کلن پوځي، سیاسي، اقتصادي او فکري اشغال پای ته ورسېد او د افغانستان له خاورې څخه د بهرنیو ځواکونو لمن ورټوله شوه.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-31 12:52:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    ملا حمدالله فطرت: د وږي ۹مې ثابته کړه، چې د استقلال لپاره مبارزه خامخا نتیجه ورکوي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-31 10:35:39

ملا حمدالله فطرت: د وږي ۹مې ثابته کړه، چې د استقلال لپاره مبارزه خامخا نتیجه ورکوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button