Summary: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د سره صليب نړيوالې کمېټې په همکارۍ د دغه شرکت مرکزي او ولایتي واحدونو د برېښنا تولید جنراتورونو برخې تخنیکي کارکوونکو ته د روزنیز پروګرام پای غونډه کې؛ په تخنیکي، روزنیزو او تجهیزاتي برخو کې د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی. د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، د تخنیکي ظرفیتونو پياوړتيا او په بېلابېلو برخو کې د تجهيزاتو برابرولو په خاطر، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له ملاتړ څخه مننه کړې او ويلي يې دي چې د برېښنا سکټور، د لا پرمختګ او ښه خدمتونو وړاندې کولو او د مسلکي ظرفیتونو او تخنیکي برخو د پیاوړتیا لپاره لا ډېر ملاتړ او کار ته اړتيا لري. د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي اګور ملګراټي هم، افغانستان برېښنا شرکت ښه همکار بللی او ډاډ یې ورکړی چې د برېښنا سکټور ملاتړ او تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا په برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. ياد پنځه ورځنی روزنیز پروګرام د ډیزلي جنراتورونو د سنکرون کولو، ولتاژ او د فریکونسۍ تنظیم، د فازونو همغږۍ، موازي نښلولو، بار وېش او کنټرولي او حفاظتي سیسټمونو د کارونې په موخه ترسره شو. د غونډې په پای کې، د پروګرام ګډونوالو ته تصديقپاڼې وېشل شوې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
ملا عبدالحق همکار: د افغانستان برېښنا سکټور ډېر ملاتړ او کار ته اړتيا لري
منابع
Afghan sources
ملا عبدالحق همکار: د افغانستان برېښنا سکټور ډېر ملاتړ او کار ته اړتيا لري