د طالبانو د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ادعا وکړه، چې د افغانستان د امنیت په څېر د نړۍ په اکثریت هېوادونو کې یې ساری نهلیدل کېږي. نوموړي هغه هېوادونه چې افغانستان ته یې د خپلو اتباعو سفرونه د امنیتي ویرې له امله ځنډولي پر «تبعیضي سیاست» تورن کړل. ملا عبدالغني برادر نن (شنبه- د لړم ۲۳مه) په فاریاب کې د میمنې- اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې پروژې د ګټې اخیستنې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ادعا وکړه، چې دمګړۍ د افغانستان امنیت د نړۍ په اکثریت هېوادونو کې ساری نهلري او په وینا یې، د دوی په بیا حاکمیت سره افغانستان ته په مسلسله توګه بهرني سیلانیان او اتباع راځي او د هېواد مختلفو لرو پرتو سیمو ته پرته له «خنډ او ویرې» سفرونه کوي. ملا برادر د نوم له اخیستو پرته پر هغو هېوادونو سختې نیوکې وکړې، چې د امنیتي وېرو له امله افغانستان ته یې د خپلو اتباعو سفرونه ځنډولي دي. هغه زیاته کړه: «هغه هېوادونه چې افغانستان ته د خپلو اتباعو سفرونه د امنیتي وېرې له امله ځنډوي؛ دا یوه کاذبه ادعا ده او دا ډول کړنې پرته له تبعیضي سیاسي توجیې بله هېڅ ډول منطقي توجیه نهلري. زموږ هیله دا ده چې د نړۍ ټول هېوادونه د واقعیتونو د تحریف پر ځای د رښتیني او معنادار تعامل ژبه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ملا عبدالغني برادر: نړۍوال باید د واقعیتونو د تحریف پر ځای د رښتینې تعامل ژبه پیدا کړي
Sources
Afghan sources
ملا عبدالغني برادر: نړۍوال باید د واقعیتونو د تحریف پر ځای د رښتینې تعامل ژبه پیدا کړي