ملا عبداللطیف منصور: د شته امکاناتو مطابق د کډوالو ستونزو ته رسېدنه کېږي — Bakhtar
Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لغمان له والي قاري بختیار معاذ سره کتلي دي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د لغمان والي، په دغه ولایت کې د څښاک اوبو رسولو په برخه کې د راستنیدونکو هېوادوالو شته ستونزې شریکې کړې.دغه راز د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي چې دغه وزارت د پروژو پلي کولو پر مهال، لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. هغه زیاته کړې ده: "دا زموږ مسوولیت دی چې د راستنیدونکو هېوادوالو لپاره د اوبو رسولو پروژې پلې کړو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي."
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
ملا عبداللطیف منصور: د شته امکاناتو مطابق د کډوالو ستونزو ته رسېدنه کېږي
Sources
Afghan sources
ملا عبداللطیف منصور: د شته امکاناتو مطابق د کډوالو ستونزو ته رسېدنه کېږي