EnglishHealthافغانستانپکتیکا

ملا هبت‌الله د پکتیا او پکتیکا والیان بدل کړي؛ د واک انحصار لا… — AF International

DevelopingHealthپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-10-13 22:16:02🎙 Listen to radio

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د دوی مشر هبت‌الله اخوندزاده د پکتیا او پکتیکا والیان په دندو کې بدل کړي دي. دا بدلونونه په داسې حال کې دي چې پر طالبانو د واک د انحصار، د نورو افغانانو د سیاسي محرومیت او د چارواکو د نه حساب ورکونې له امله نیوکې کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یونېسف له استازو سره په یوه انلاین ناسته کې یې د ښځو، ځوانانو او راستنېدونکو لپاره د کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا طرحې شریکې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د هغه مرستیالانو، په دې ناسته کې د یونېسف د مسلکي زده‌کړو له چارواکو کریسټیبل موسوندا او لطف‌الله لطیف سره پر عملي همکارۍ بحث کړی. د سوداګرۍ خونې مشرتابه په خپلو وړاندیزونو کې د غالیو اوبدلو، لاسي صنایعو، د کوچنیو کاروبارونو مدیریت، او د خوراکي او روغتیايي توکو تولید ته اشاره کړې ده.د یونېسف استازو هم په دې کتنه کې د خصوصي سکټور رول مهم ګڼلی او د کار بازار له اړتیاوو سره سم یې د مسلکي زده‌کړو د پروګرامونو پر برابرولو ټینګار کړی. هغوی څرګنده کړه چې د نویو کاري فرصتونو د موندلو لپاره له سوداګریز بنسټ سره ګډ کار اغېزمن تمامېدای شي.د غونډې په دوام، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د…

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-13 22:16:02

Timeline

  1. AF International

    ملا هبت‌الله د پکتیا او پکتیکا والیان بدل کړي؛ د واک انحصار لا هم دوام لري

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-13 17:55:10

ملا هبت‌الله د پکتیا او پکتیکا والیان بدل کړي؛ د واک انحصار لا هم دوام لري

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button