Healthافغانستاندری

ملګرو ملتونه: افغانستان کې د ښځینه بندیانو او هغو ښځو ملاتړ کوي چې د نشه‌یي توکو قرباني شوې دي

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-29 11:07:37🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځینه بندیانو او هغو ښځو ملاتړ کوي چې د نشه‌یي توکو قرباني شوې دي. دغه بنسټ د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان ښځې روغتیايي، قضايي او اقتصادي خدمتونو ته لاسرسي ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر همدارنګه ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه کوي او له هغو افغانو ښځو سره خپل پیوستون یو ځل بیا څرګندوي چې د تاوتریخوالي، انساني قاچاق او استثمار قرباني شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو بنسټونو تل د سرپرست حکومت له خوا پر افغانو ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-29 11:07:37

خط زمانی

  1. Parstoday

    ملګرو ملتونه: افغانستان کې د ښځینه بندیانو او هغو ښځو ملاتړ کوي چې د نشه‌یي توکو قرباني شوې دي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-11-29 11:00:33

ملګرو ملتونه: افغانستان کې د ښځینه بندیانو او هغو ښځو ملاتړ کوي چې د نشه‌یي توکو قرباني شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button