Diplomacyافغانستاندریکاپیسا

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښاري پلان جوړونې او زېربناوو په برخه کې پر پانګونې ټینګار وکړ

در حال تکمیلDiplomacyکاپیسا1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-02 08:50:00🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وایي، د ښارونو په پراخېدو سره، دقيقه ښاري پلان جوړونه او په زېربناوو کې پانګونه د سالمو سيمو د رامنځته کولو او د ښاریانو د ژوند د کیفیت د ښه کولو لپاره یوه اړتیا ده. دغه بنسټ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کاپیسا ولایت مرکز محمودراقي ښار یوازې په ۲۱ کلونو کې څلور برابره پراخ شوی دی. دغه بنسټ دا بدلون په افغانستان کې د ښاري کېدو د چټکتیا یوه بېلګه بللې او ټینګار یې کړی چې د ښارونو پراختیا باید له مناسبې پلان جوړونې سره يوځاي وي، څو د اوسېدونکو مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو ته ځواب ووایي. ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ټینګار کړی چې ښارونو ته باید داسې پراختيا او وده ورکړل شي چې د ټولو ښاریانو لپاره اغېزشیندونکی، ټول‌ګډوني او د ژوند کولو وړ وي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د بېوزلۍ، د نفوس د چټکې ودې، کورنیو بې‌ځایه کېدنو، د ښاري زېربناوو د کمښت او د ښاري کېدو د پراخېدو له امله د ښارونو د دوامدارې پراختیا، عامه خدمتونو ته د لاسرسي او د مناسبې استوګنې د برابرولو په برخو کې له پراخو ننګونو سره مخ دی.

اطلاعات کوتاه

مکانکاپیسا
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-02 08:50:00

خط زمانی

  1. Parstoday

    ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښاري پلان جوړونې او زېربناوو په برخه کې پر پانګونې ټینګار وکړ

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-02 08:47:05

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښاري پلان جوړونې او زېربناوو په برخه کې پر پانګونې ټینګار وکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button