Summary: د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند عزيزخان کڅ او زېړانيو سيمو کې دوه استنادي دېوالونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د لغمان د والي وياند عبدالمالک نيازي باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژې د FAO ادارې په مالي ملاتړ د ۱۸۸ زره ډالرو لګښت پلې شوې دي.نوموړی زیاتوي، چې د دې پروژې په جوړېدو سره ۶۰۰ کورنۍ او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه وژغورل شوه.د لغمان مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله، په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل چې ولایتي اداره هڅه کوي د سیندونو په مسیر کې ورته نور محافظوي دېوالونه هم جوړ کړي، څو د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې له سېلابونو څخه خوندي پاتې شي.
لنډ معلومات
ځایلغمان
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-09 14:14:07
مهالوېش
-
Bakhtar
لغمان کې د دوو استنادي دېوالونو چارې بشپړې شوې