DiplomacyEnglishKabulافغانستان

ملګري ملتونه: روان کال له ۵۸۱ زره ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد… — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-09 07:03:20🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې د روان میلادي کال له پیله د اکټوبر تر درېیمې نېټې له ۵۸۱ زره ډېر افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۴۹۲ زره کسان په زور ایستل شوي دي. یادې ادارې په خپل تازه راپور کې چې د اکټوبر په اتمه خپور شوی، ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ د اکټوبر تر درېیمې نېټې ټولټال ۵۸۱ زره او ۶۰۰ افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۴۹۲ زره او ۳۰۰ کسان، چې ۸۵ سلنه کېږي، په زور ایستل شوي دي. د راپور له مخې، په روان کال کې د ټولو ستنو شوو کسانو له ډلې ۴۷۵ زره او ۴۰۰ کسان د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته افغانستان ته تللي چې له دې ډلې ۳۹۸ زره او ۱۰۰ کسان په جبري توګه ایستل شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې هم له ۱.۹ میلیون ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي یا ایستل شوي وو چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون او ۲۶۱ زره او ۶۰۰ کسان په زور يا جبري ایستل شوي وو. د یادې ادارې په خبره، د راستنېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالي په افغانستان کې پر لومړنیو خدمتونو، استوګنځایونو او د معیشت پر…

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-10-09 07:03:20

Timeline

  1. Pajhwok

    ملګري ملتونه: روان کال له ۵۸۱ زره ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-09 11:31:14

ملګري ملتونه: روان کال له ۵۸۱ زره ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button