د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان د راپور له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې ۹.۹ مېلیونه کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي. په راپور کې راغلي، په دې موده کې ۲۱.۹ مېلیونه کسانو بشري مرستو ته اړتیا لرله؛ خو د ۱۷.۵ مېلیونه کسانو لپاره د مرستو رسولو پلان جوړ شوی و. راپور زیاتوي، چې په دغه نهو میاشتو کې ۵.۱ مېلیونه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي؛ دغه شمېر د ټولو هغه کسانو شاوخوا ۵۱ سلنه جوړوي چې بشري مرستې وررسېدلې دي.د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال د بشري مرستو د پلان د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ مېلیارد ډالرو ته اړتیا وه؛ خو د سپټمبر تر پایه یوازې ۵۳۷ مېلیونه ډالر چې د ټولې اړتیا ۳۱ سلنه کېږي برابر شوي دي.په راپور کې راغلي، په دې توګه د اړتیا وړ بودجې ۱.۱۸ میلیارده ډالر لاهم نه دي تمویل شوي. راپور څرګندوي، چې د بودجې د کمښت له امله بشري مرستندویه بنسټونه هڅه کوي خپلې سرچینې په اغېزمن او همغږي ډول ولګوي او هغو خلکو ته لومړیتوب ورکړي چې تر ټولو ډېرې مرستې ته اړتیا لري.ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د دوام او پېچلي عملیاتي وضعیت له امله، د مرستندویه بنسټونو د فعالیت او د ژوند ژغورونکو مرستو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملګري ملتونه: روان کال په افغانستان کې ۹.۹ مېلیونه کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي
سرچینې
Afghan sources
ملګري ملتونه: روان کال په افغانستان کې ۹.۹ مېلیونه کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي