Healthافغانستانپښتو

ملګري ملتونه: لمریزې برېښنا ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او روغتیایي خدمتونو… — AF International

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-05 09:26:02🎙 راډیو واورئ

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، په افغانستان کې پر لمریزې برېښنا د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د سمبالولو له لارې یې په دریېو کلونو کې له ۷۴۳زره او ۴۷۰ ښځو او نجونو سره د زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې مرسته کړې ده. کوفې یکشنبه (د تلې ۱۲مه) پر «اېکس» پاڼه په خپور کړي پیغام کې ویلي، هیله لري چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو د مشروعیت او د ښځو د حقونو د بېرته اعادې موضوع ته پام وشي. هغې ویلي: «د افغان ښځو، سیاسي جریانونو او د مدني ټولنو له ګډون او استازولۍ پرته، د افغانستان په اړه دغه ډول ناستې مشروعیت نه‌لري». کوفي د مسکو ناستې له ګډونوالو غوښتي، چې له بېړنیو موضوعاتو ورهاخوا په افغانستان کې د یوه باوري او ټول ګډونه سیاسي بهیر پر جوړولو تمرکز وکړي؛ داسې بهیر چې د اساسي قانون د بیا حاکمیت او د افغانانو د ارادې پر بنسټ د یوه حکومت د جوړېدو لامل شي. ټاکل شوې، چې د مسکو فارمټ اتمه غونډه د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) د روسیې، هند، ایران، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان د استازو په ګډون جوړه شي.د طالبانو یو پلاوی هم د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کوي. روسیې ویلي، سیاسي او اقتصادي همکاري، له…

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-05 09:26:02

مهالوېش

  1. AF International

    ملګري ملتونه: لمریزې برېښنا ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او روغتیایي خدمتونو لاسرسی ښه کړی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-05 06:04:10

ملګري ملتونه: لمریزې برېښنا ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او روغتیایي خدمتونو لاسرسی ښه کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button