ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او له ایران او پاکستان نه د میلیونونو افغانانو جبري راستنېدل په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پسې ژوروي او د ټولې سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي. د کندهار د اوسېدونکو په وینا، پخوا د جمعې د ورځې له لومړي اذان سره د طالبانو له خوا د لاوډسپېکرونو له لارې خلکو ته ویل کېدل چې خپل کاروبارونه وتړي او جوماتونو ته ولاړ شي، خو اوس د لومړي اذان له کېدو وړاندې د امربالمعروف محتسبان بازارونو ته وځي، هټۍ په زور تړي او هغه کسان چې له دې امره سرغړونه کوي په زور جوماتونو ته بیایي. د کندهار یو اوسېدونکی وايي: «پخوا به یې خلکو ته د جمعې د لمانځه لپاره خبر ورکاوه، خو اوس د لومړي اذان وروسته راځي دوکانونه په زور تړي او که څوک خپل کاروبار پرېنږدي، په زور یې کشوي او وروسته یې د امربالمعروف ریاست ته هم ورغواړي، دا د لارښوونې پر ځای ښکاره زورزیاتی دی.» د کندهار یو بل اوسېدونکی وايي، د جبري اقداماتو لمن یوازې تر هټیوالو محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې د جمعې لمانځه ته نږدې موټرچلوونکي هم درول کېږي او له هغوی غوښتل کېږي چې خپل تګ راتګ پرېږدي او په جماعت کې ګډون وکړي. نوموړی زیاتوي: «موږ مسلمانان…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملګري ملتونه: له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل بشري ناورین پراخوي
سرچینې
Afghan sources
ملګري ملتونه: له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل بشري ناورین پراخوي