افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو ته د نړیوالو غبرګونونو لړۍ دوام موندلې. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک ویلي د دغې ادارې عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د ناپوځي بنسټونو او ولسي وګړو پر خوندیتابه یې ټینګار کړی. ویاند زیاته کړې د تېرې یکشنبې په څېر بریدونه د کورنیو د بې ځایه کېدو لامل ګرځي او مرستندویې ادارې د بېړنیو مرستو د رسونې او زیانمنو شویو د اړتیاو پر ارزونې بوختې دي.
اطلاعات کوتاه
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-06-30 10:17:59
خط زمانی
-
Bbc
ملګري ملتونه: ملکي وګړي او ځایونه باید په نښه نه شي