ملګرو ملتونو په یو تازه خپاره شوي پیغام کې د نړۍ په هر ګوټ کې د ماشومانو د حقونو پر خونديتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ماشومان داسې نړۍ غواړي چې هلته یې حقونه رعایت او خوندي وي او وکولای شي عادي ماشومتوب ولري. دغه امریکايي چارواکي فيډرل نیوز نیټورک سره خبرو په مهال ویلي، د افغان ایس اې وي پروګرام لا هم پر کاغذ موجود دی، خو د ۲۰۲۵ کال د ولسمشرۍ د ۱۰۹۹۸مې اعلامیې له نافذېدو وروسته د افغانانو د ویزو صادرول، د ايس اې وي غوښتونکو په ګډون، له جدي محدودیتونو سره مخ شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تاییدوي چې د یادې اعلامیې له مخې افغان همکاران ښايي د ویزې د صادرېدو یا امریکا ته د داخلېدو وړ ونه ګڼل شي. د دغه پخواني امریکايي چارواکي په وینا، هغه افغانان چې د امریکا د اوږد پوځي او ملکي ماموریت پر مهال یې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره کار کړی، د طالبانو له بېرته واکمنېدو وروسته له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي. نوموړي ویلي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له کابل څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د زرګونو افغانانو د ایستلو هڅې وشوې، خو یوازې هغه کسان په پراخه کچه له هېواده ایستل کېدل چې د کابل هوايي ډګر ته د رسېدو توان یې درلود. هغه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملګري ملتونه: هر ماشوم د زدهکړې، امن او خوندي ژوند حق لري
سرچینې
Afghan sources
ملګري ملتونه: هر ماشوم د زدهکړې، امن او خوندي ژوند حق لري