د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، چې د ۲۰۲۶کال له اپرېل څخه تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې ۲۹۵زره او ۵۱۲ کسانو ته د ملاریا د مخنیوي او درملنې روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي. د یادې ورځې موخه داده، چې د سواد د ارزښت په اړه د خلکو، حکومتونو او نړۍوالو ادارو پام راواړول شي او د بېسوادۍ د کمولو لپاره هڅې پیاوړې شي. خو په کندهار کې د سواد زدهکړې وضعیت د دغه نړۍوالې ورځې له پیغام سره په ټکر کې دی. سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د لویانو لپاره د سواد زدهکړې تر ۱۵۰ ډېر ټولګي تړل شوي او شاوخوا ۲زره لویان چې په دغه ټولګیو کې یې د لیک، لوست او حساب زدهکړه کوله له زدهکړو بېبرخې پاتې دي. د معلوماتو له مخې، دغه ټولګي د پوهنې ریاست اړوند وو او د یوشمېر موسسو په همکارۍ او مالي ملاتړ یې په ښار او ولسوالیو کې فعالیت کاوه. سرچینې وایي، د دغه مرکزونو د تړل کېدو له مهمو لاملونو څخه د ښوونکو نشتوالی او د هغه موسسو له لوري د مالي ملاتړ بندېدل دي چې پخوا یې د دغه پروګرامونو لګښتونه ورکول. د سرچینو په وینا، په دغه مرکزونو کې داسې ټولګي هم وو چې ښځو پهکې د سواد زدهکړې کولې؛ خو دغه ټولګي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تړل شوي او ښځې هم ترې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ملګري ملتونه: په افغانستان کې نږدې ۳۰۰زره کسانو ته د ملاریا روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي
Sources
Afghan sources
ملګري ملتونه: په افغانستان کې نږدې ۳۰۰زره کسانو ته د ملاریا روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي