په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال ویلي، چې راتلونکې میاشت د ایران، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او طالب استازو ترمنځ د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه درې اړخیزه ناسته جوړېږي. په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او دا مهال د نیول شویو کډوالو لپاره په جوړ شوي هغه کمپ کې ده چې له دغه ځایه بیا کډوال افغانستان ته لېږدول کېږي. د نیول شوې مېرمنې زوی عبدالغفور افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کوېټې د ګوالمنډۍ اوسېدونکي دي او له ډېرې مودې راهیسې په کراچۍ کې مېشت دي. د خپلې مور د نیولو په اړه یې وویل: «مور مې فقیر کالونۍ ته یوې کوژدې ته ورغلې وه، هلته د شپې رېنجرو (نیمهپوځي ځواک) چاپه وهلې وه، زما مور یې هم له نورو خلکو سره نیولې ده». هغه زیاته کړه، چې مور یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه نیول شوې، لومړی د پولیسو حوزې او بیا د کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته لېږدول شوې او اوس هم هلته ده. هغه وویل، چې دوی ټول د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو بیا هم نیول کېږي. هغه زیاته کړه، «زه زارۍ ورته کوم چې مور مې پرېږدي، خو ځکه مې نه مني چې زه پښتون…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملګري ملتونه په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه درې اړخیزه ناسته جوړوي
سرچینې
Afghan sources
ملګري ملتونه په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه درې اړخیزه ناسته جوړوي