په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی او د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د فعالانو په وینا؛ ښځې له عامه ژوند څخه نږدې په بشپړه توګه اېستل شوې دي. د ازادي راډیو د راپور له مخې؛ ۲۲ کلنه کبرا چې د وینې له کموالي او خوارځواکۍ سره مخ وه، د زېږون پرمهال د ډېرې وینې له ضایع کېدو وروسته هغه او ماشوم یې دواړه مړه شوي دي. د کبرا خور ویلي، د هغې خاوند بېوزله و او حتی د درملو د پېرلو وس یې نه درلود؛ په داسې حال کې چې ډاکټرانو د کبرا د روغتیا لپاره د مغذي خوړو برابرولو سپارښتنه کوله.د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳کال د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې د هرو ۱۰۰زره زېږونونو پرمهال لږترلږه ۵۲۱ مېندې مري. د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره تازه رسمي شمېرې لا نهدي خپرې شوې او د لرو پرتو سیمو د نا ثبت شویو پېښو له امله ښايي واقعي شمېرې تر دې هم لوړې وي.ملګري ملتونه وايي، د مېندو ډېری مړینې د مېندوارۍ د هغه اختلاطاتو له امله دي چې د مسلکي قابلو د کمښت، کمزوري روغتیايي سیستم او د بېړني زېږون خدمتونو د نشتوالي له امله په مرګ بدلېږي.د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر زدهکړو او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ملګري ملتونه: ښځې له عامه ژوند څخه نږدې په بشپړه توګه اېستل شوې دي
Sources
Afghan sources
ملګري ملتونه: ښځې له عامه ژوند څخه نږدې په بشپړه توګه اېستل شوې دي