DiplomacyEnglishافغانستانغور

ملګري ملتونه: یو میلیون ښځو او نجونو حیاتي ملاتړ له لاسه ورکړی |… — Amu TV

DevelopingDiplomacyغور1 SourcesUpdated: 2026-07-11 07:07:55🎙 Listen to radio

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو بې‌ساري کمښت په کړکېچ ځپلو هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان کې د ښځو ملاتړي سازمانونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ کړي او لږترلږه یو میلیون ښځې او نجونې یې له حیاتي ملاتړونو بې‌برخې کړې دي. دغه بنسټ د جمعې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د بودیجې کمښت د ژغورونکو خدماتو د وړاندې کولو لپاره د ښځو د سازمانونو وړتیا په جدي توګه کمزورې کړې ده. دا راپور په ۵۲ کړکېچ ځپلو هېوادونو کې د ښځو د حقونو د ۸۵۵ سازمانونو او مدافعینو د ځوابونو پر بنسټ چمتو شوی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د بشردوستانه اقداماتو مشرې، صوفیا کالتورپ وویل، د ښځو دغه سازمانونه په افغانستان غوندې هېوادونو کې په داسې سیمو کې فعالیت کوي چې ډېری نړیوال بنسټونه ورته لاسرسی نلري. د هغې په وینا، د دې سازمانونو په بودیجه کې هر ډول کمښت د تاوتریخوالي له قربانیانو او بې‌ځایه شویو په ګډون، د زیان‌ګالو ښځو او نجونو د ملاتړ د کمېدو په مانا دی. په راپور کې راغلي چې ۸۴ سلنه پوښتل شویو سازمانونو د خدماتو د اړتیا له زیاتوالي خبر ورکړی، خو نږدې ۹۰ سلنه یې ویلي چې نور د دغو اړتیاوو د پوره کولو توان نلري. همدارنګه د دغو بنسټونو له هرو پنځو څخه دوو…

Quick facts

Locationغور
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-07-11 07:07:55

Timeline

  1. Amu TV

    ملګري ملتونه: یو میلیون ښځو او نجونو حیاتي ملاتړ له لاسه ورکړی | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-11 03:01:58

ملګري ملتونه: یو میلیون ښځو او نجونو حیاتي ملاتړ له لاسه ورکړی | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button