کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): ملګري ملتونه وايي، نړۍ د لوږې د له منځه وړو لپاره له هڅو سره سره تر ۲۰۳۰ کال پورې د «صفر لوږې» هدف ته لا هم نه ده رسېدلې او که اوسنی بهیر همدغسې دوام وکړي، په دغه کال کې به له ۶۰۰ میلیونه ډېر خلک له لوږې سره مخ وي. د ملګرو ملتونو د هغو معلوماتو له مخې چې پرون (یکشنبه) خپاره شوي، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ شاوخوا ۸،۲ سلنه نفوس چې نږدې ۶۷۳ میلیونه کسان کېږي، له لوږې سره مخ وو. د راپور له مخې، دغه شمېر په ۲۰۲۳ کال کې له ۸،۵ سلنې او په ۲۰۲۲ کال کې له ۸،۷ سلنې څخه کم شوی؛ خو لا هم د ۲۰۱۵ کال له کچې لوړ دی. خو په راپور کې د ۲۰۱۵ کال شمېرې نه دي ورکړل شوې. ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲،۳ میلیارده خلک په نړۍ کې د خوړو له منځنۍ یا شدیدې ناامنۍ سره مخ وو؛ یعنې د کال په یوه برخه کې یې په منظم ډول کافي خوړو ته لاسرسی نه درلود. دغه سازمان زیاته کړې چې د کوویډ-۱۹ وبا، جګړې، اقلیمي بدلونونه او د نابرابرۍ زیاتوالی هغه عوامل دي چې د لوږې او خوړو د ناامنۍ وضعیت یې لا ستونزمن کړی دی. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د «صفر…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ملګري ملتونه: ۲۰۳۰ کال کې به په نړۍ کې له ۶۰۰ میلیونه ډېر خلک له لوږې سره مخ وي
Sources
Afghan sources
ملګري ملتونه: ۲۰۳۰ کال کې به په نړۍ کې له ۶۰۰ میلیونه ډېر خلک له لوږې سره مخ وي