Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي ازبکستان ته د خپل سفر په بهیر کې؛ د دغه هېواد د روغتیا برخې له مسوولینو سره په کتنه کې؛ د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د عامې ورغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د مسلکي تجربو شریکولو، د افغان ناروغانو درملنې په تېره بیا د سرطان، زړه او ورته نورو ناروغیو درملنې په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې شوې او د روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د ګډو همکاریو لپاره د زمینې پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.له یادو مسوولینو سره د تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او روزنې، د دواړو هېوادونو تر منځ د درملو صنعت د پراختیا، د کیفیت کنټرول، د لابراتوارونو پیاوړتیا او د لابراتواري تجهیزاتو په برخه کې هم د همکاریو په اړه بحث شوی دی.همدارنګه، د ازبکستان مسوولینو د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخو کې له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کابل او تاشکند د درملو په برخه کې همکاري پراخوي