Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري فاریاب کې د خبریالانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوي سیمینار کې د یاد وزارت مسوولینو، خبریالانو او قلموالو مبارزینو ګډون کړی دی. د یاد وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهی ګډونوالو ته ویلي چې اسلامي امارت تل د هېواد د زېربناوو پیاوړتیا او د اقتصادي ځان بساینې ته ژمن پاتې شوی او په وروستیو کلونو کې یې د پرمختګ په موخه هڅې کړې دي، چې پایلې یې له ورایه ښکاري.نوموړي د عامه پوهاوي او د پېښو د انعکاس په برخه کې د رسنیو ماموریت ته په اشارې له خبریالانو غوښتي، څو د هېواد موجوده واقعیتونه په دقیقه، مسوولانه او هر اړخیزه توګه خلکو او نړیوالې ټولنې ته ورسوي.هغه زیاته کړې، چې رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د پل په توګه دي او باید د مالوماتو په رسولو، د لاسته راوړنو په روښانه کولو او د ټولنې د عیني واقعیتونو په انتقال کې ښه رول ولوبوي.په دې سیمینار کې مسوولینو زیاته کړې، چې د اسلامي امارت پالیسي د اسلامي نظام پر اقامې، د امنیت پر تأمین، د اقتصادي ځان بساینې پر ترلاسه کولو او د تعصب او قوم پالنې پر له منځه وړلو ولاړه ده.په دې غونډه کې د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمسالدین محمدي ویلي، چې خبریالان مسؤولیت لري چې په صداقت، امانتدارۍ، دقت او د مسلکي اصولو په رعایت سره خلکو ته سم او ګټور معلومات وړاندې کړي، له همدې امله د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونه د ټولنې یوه اساسي او مهمه اړتیا ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
مهاجر فراهي: رسنۍ دې موجوده واقعیتونه په رښتونې توګه نورو ته ورسوي
منابع
Afghan sources
مهاجر فراهي: رسنۍ دې موجوده واقعیتونه په رښتونې توګه نورو ته ورسوي