د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین مهاجر فراهي وایي، د دوی حکومت یوازې د خپل قلمرو د امنیت ساتلو مسوولیت لري. هغه زیاته کړې چې دوی له هېڅ لوري سره د هغوی د امنیت د خوندي کولو په اړه کومه هوکړه نه لري. د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت بلتستان، خیبر پښتونخوا او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹- د جولای ۱۰مه) د بېاسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي. د پاکستان دغه امر په دغه هېواد کې مېشت افغانان او په ځانګړې توګه هغه افغانان چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه هېواد ته د لنډ مهالي پناه اخیستنې لپاره راغلي او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، سخت اندېښمن دي. یو شمېر دغه افغانان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته په بیا ستنېدنې سره یې له نورو ستونزو سربېره ژوند ته خطر دی او دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي. دوی وايي، چې پاکستان ته د دایمي اوسېدونې لپاره نهدي راغلي او دمګړۍ یې په نورو هېوادونو کې د پناهغوښتنې کېسونه روان دي او د چارو په بشپړېدو سره…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
مهاجر فراهي: زموږ حکومت یوازې د خپل قلمرو د امنیت مسوول دی
سرچینې
Afghan sources
مهاجر فراهي: زموږ حکومت یوازې د خپل قلمرو د امنیت مسوول دی