Politicsافغانستاندری

مولوي عبدالسلام حنفي: مرستندويه بنسټونه بايد د راستانه شويو افغانانو په برخه کې… — Bakhtar

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-28 12:32:41🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عملیاتي مشرې یاسمین پراز او په افغانستان کې د دې کمېټې له مسوول یوهانیس بریوور سره کتلي دي. د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې لومړۍ د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشرې، له دې کمېټې سره د اسلامي امارت د همکاریو قدرداني وکړه او ويلي يې دي: "له اوږدو جګړو وروسته له نېکه‌مرغه دا مهال په افغانستان کې وضعیت ثابت دی، اما متأسفانه د هغو اغېزې لا هم لیدل کېږي او بشري مرستو ته اړتیا ده، له همدې امله د سره صلیب بین المللي کمېټه به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي." هغې زياته کړې ده: "په افغانستان کې زموږ د ۴۰ کلن حضور پرمهال له زندانیانو سره بشري مرستې هم شوې او ژمن یوو چې په راتلونکي کې هم مرستې همداسې ادامه ولري." دغه راز، د رياست‌الوزرا اداري مرستيال له افغاني سرې میاشتې او افغانانو سره د يادې کمېټې د همکاریو مننه کړې او ويلي يې دي چې په وروستیو پنځو کلونو کې څه باندې اته میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي؛ نو لازمه ده چې مرستندويه بنسټونه په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړې چې اسلامي امارت ژمن دی د محبوسینو نورو اړتیاوو ته د رسېدنې ترڅنګ؛ د هغوی اسلامي او انساني حقونه هم تأمین شي.

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-28 12:32:41

خط زمانی

  1. Bakhtar

    مولوي عبدالسلام حنفي: مرستندويه بنسټونه بايد د راستانه شويو افغانانو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-28 04:46:00

مولوي عبدالسلام حنفي: مرستندويه بنسټونه بايد د راستانه شويو افغانانو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button