کابل (پژواک، ۲۶تله ۱۴۰۵): د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په دغه هېواد کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد د لاریونونو پرمهال د ښارونو لوټل او ورانول غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې نشي بښل کېدلای. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې مکرون د یکشنبې په ورځ ملت ته د ټلویزیوني وینا پرمهال وویل: «د دغو انځورونو په لیدو، ایا موږ له ځانه وپوښتل چې د دغو کسانو په ذهنونو کې څه تېرېږي او ولې داسې کارونه کوي؟ فرانسویان څنګه له فرانسې سره داسې کولای شي؟ هېڅ شی دا کړنې نه توجیه کوي او نه یې بښنه کېدای شي. نن شپه موږ ټول د غوسې او شرم احساس کوو.» مکرون ویلي چې په اعتراضونو کې له تاوتریخوالي او لوټمارۍ وروسته یې د استخباراتي معلوماتو راټولولو او د پولیسو د چمتووالي د احتمالي نیمګړتیاوو د ارزونې امر کړی دی. هغه زیاته کړې چې د اړتیا په صورت کې به والیانو او ښاروالانو ته واک ورکړل شي چې ځینې غونډې او تجمعات منعه کړي. د فرانسې ولسمشر همداراز له اړوند حکومتي ادارو غوښتي چې د روانې اونۍ په ترڅ کې زدهکوونکي، ښوونکي، د قانون جوړونې غړي، د کارګرانو د اتحادیو استازي او د سوداګرۍ مشران سره راټول کړي څو د روان بحران د حل لپاره مشخصې او عملي طرحې جوړې کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
مکرون: په فرانسه کې د لاریونونو پر مهال لوټمارۍ او ورانکارۍ د بښلو نه دي
سرچینې
Afghan sources
مکرون: په فرانسه کې د لاریونونو پر مهال لوټمارۍ او ورانکارۍ د بښلو نه دي