Politicsافغانستانپښتووردګ

میدان‌وردګو کې د مڼې ګل مشاعره جوړه شوه — Pajhwok

روان خبرPoliticsوردګ1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-10 08:05:26🎙 راډیو واورئ

میدان‌ښار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د میدان‌وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د مڼې ګل دودیزه مشاعره د شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالو او د ادب د مینه‌والو په ګډون جوړه شوه. دغه مشاعره د میدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همغږۍ، د میدان‌ښار اړوند د ابراهیم‌خېلو په کلي کې جوړه شوې وه. په دې ادبي غونډه کې د ولایتي مسوولینو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو، د هېواد له بېلابېلو سیمو راغلو شاعرانو، لیکوالانو او زرګونو فرهنګپالو ګډون کړی و. د میدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌الله مجاهد وویل، دا ډول فرهنګي پروګرامونه د ملي یووالي، ټولنیزې همغږۍ او د ادبي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین مولوي عتیق‌الله عزیزي هم وویل، مشاعرې یوازې ادبي غونډې نه دي، بلکې د فکري ودې او مثبتو پیغامونو د خپرولو اغېزمنه وسیله ده. په پای کې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه وړاندې کړل چې د سولې، یووالي، ځوانانو او ټولنیزو موضوعاتو پیغامونه یې پکې ځای کړي وو. د مڼې ګل مشاعره د میدان‌وردګو له پخوانیو فرهنګي دودونو ده چې هر کال د مڼو د ګل کېدو په موسم کې جوړېږي او د هېواد له بېلابېلو سیمو شاعران او لیکوالان پکې ګډون کوي.

لنډ معلومات

ځایوردګ
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-10 08:05:26

مهالوېش

  1. Pajhwok

    میدان‌وردګو کې د مڼې ګل مشاعره جوړه شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-10 12:32:55

میدان‌وردګو کې د مڼې ګل مشاعره جوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button