EnglishKabulPoliticsافغانستان

میدان وردګ؛ په سیداباد ولسوالی کې د نږدې ٣٣ میلیونه افغانیو په لګښت… — Bakhtar

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-28 17:02:56🎙 Listen to radio

Summary: د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل–هرات پر لویې لارې د ۳۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او پرانیستل شو. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو د علماوو شورا رئیس شیخ‌الحدیث مولوي عبدالهادي فضلي وویل چې د لویو لارو په مسیر کې د جوماتونو جوړول د مسافرینو لپاره یوه مهمه اړتیا ده. هغه وویل، چې یاد جومات پر درې جریبه ځمکه جوړ شوی، چې د نارینه‌وو لپاره د ۱۷۰ او د ښځینه‌وو لپاره د ۱۳۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري. همدارنګه، د نارینه ‌وو او ښځینه‌ وو لپاره جلا د اوداسه ځایونه، د تودو او سړو اوبو سیسټم، د امام، مؤذن او خادم د اوسېدو لپاره جلا خونې، پخلنځی، د موټرو د پارکینګ ساحه او د روښنايي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شوی دی. ورته مهال د ټولګټو وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي وویل، چې په لویو لارو کې د مسافرینو لپاره د جوماتونو جوړول یوه مهمه اړتیا ده او هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د سړکونو، پلونو، جوماتونو او نورو ترانسپورټي زیربناوو د جوړولو او بیارغونې له لارې خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یو شمېر نورې لویې پروژې هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-28 17:02:56

Timeline

  1. Bakhtar

    میدان وردګ؛ په سیداباد ولسوالی کې د نږدې ٣٣ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-28 16:33:40

میدان وردګ؛ په سیداباد ولسوالی کې د نږدې ٣٣ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button