میدان ښار (پژواک) – د میدان وردګو ورزشکارانو د کیکبوکسینګ په لومړۍ دوره ولایتي سیالیو کې، چې د اوو ولایتونو ۸۵ ورزشکارانو پکې ګډون کړی و، لومړی مقام خپل کړ. د میدان وردګو ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت او د کیکبوکسینګ فدراسیون په همغږۍ، د افغانستان د کیکبوکسینګ ملي فدراسیون له لوري د یادو سیالیو لومړی پړاو د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې ترسره شوې. د دغه ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش امر ذبیحالله وهاج پژواک ته وویل، په دغو سیالیو کې د میدان وردګو، غزني، بامیانو، کابل، لوګر، کاپیسا او زابل ولایتونو ۸۵ ورزشکارانو په ۴۰ جوړو کې ګډون کړی و او د یو بل پر وړاندې یې سیالۍ ترسره کړې. هغه وویل چې د دغو سیالیو موخه د کیکبوکسینګ پراختیا، د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول، د نویو استعدادونو پېژندل او د ولایتونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پیاوړتیا ده. ده زیاته کړهوچې دا سیالۍ دوه ورځنۍ وې او د سیالیو په پایله کې د میدان وردګو ورزشکارانو د غوره لوبو په ترسره کولو سره لومړی مقام خپل کړ. د سیالیو یو شمېر ګډونوال ورزشکاران وايي، دا ډول سیالۍ د خپلو وړتیاوو د ښودلو، له نورو ورزشکارانو سره د تجربو شریکولو او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدو لپاره ښه فرصت دی او غوښتنه کوي چې ورته سیالۍ لا ډېرې جوړې شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
میدان وردګو د کیکبوکسینګ په ولایتي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ
سرچینې
Afghan sources
میدان وردګو د کیکبوکسینګ په ولایتي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ