Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري په میدان وردګو کې د خبریالانو، لیکوالانو او قلموالو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه سمینار جوړ شو. په دغه سمینار کې د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیبالله مجاهد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې رسنۍ، خبریالان، لیکوالان او قلموال باید د حقایقو په بیانولو کې دقت وکړي. نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت کې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده او رسنۍ خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کوي. ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل، چې د تېر اشغال پېښې او اغېزې باید ولس ته په روښانه ډول بیان شي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه دې د علماوو او اړوندو مسوولینو له لارې عامه پوهاوی زیات او د ناسمو دودونو زیانونه دې خلکو ته تشریح شي. همدارنګه پر ټولنیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفيالله رائد وویل، قلموال باید د تعصب، قومپالنې او ژبنیو اختلافاتو پر وړاندې د حق غږ پورته کړي. نوموړي ځوانان د هېواد د راتلونکي مهم ځواک وباله او ویې ویل، د علم، څېړنې، نوښت او خدمت په برخه کې د هغوی ونډه د ټولنې د پرمختګ لپاره ارزښتناکه ده. په پای کې د اداري چارو عمومي رئیس شیخ نورالحق انور هم په خپلو خبرو کې وویل، اسلام د انسان جوړونې دین دی او رسنۍ باید د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو پیاوړتیا او د ټولنې یووالي لپاره رغنده رول ولوبوي. هېره دې نه وي چې له دې وړاندې په پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې ورته سمینارونه جوړ شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
میدان وردګو کې د خبریالانو لپاره سمینار جوړ شو