Summary: د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر هغه شخړه، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې رامنځته شوې وه او له امله یې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي وو، د علماوو شورا، قومي مشرانو او امارتي مسوولینو په منځګړیتوب حل او د دواړو لورو ترمنځ پخلاینه وشوه. د باختر اژانس د خبر له مخې، د پخلاینې په غونډه کې د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه، د علماوو شورا رئیس شیخالحدیث عبدالهادي فضلي، د فقهي مجالسو مسوول مفتي صبغتالله راشد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیبالله مجاهد، د بېلابېلو امارتي ادارو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی و. د یاد ولایت د علماوو شورا رئیس شیخالحدیث عبدالهادي فضلي د سولې او پخلاینې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، مسلمانان باید له دښمنۍ، اختلافاتو او شخړو ډډه وکړي او خپلې ستونزې د خبرو، تفاهم او اسلامي اصولو له لارې حل کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د مسلمانانو ترمنځ ورورولي، یووالی او متقابل درناوی د ټولنې د ثبات او امنیت لپاره مهم دی او علماء او قومي مشران باید د شخړو په هواري او د خلکو ترمنځ د سولې او پخلاینې په ټینګښت کې خپل مسوولیت ادا کړي. ورته مهال، د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه د دواړو لورو ترمنځ د پخلاینې هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د شخړو د حل لپاره شرعي او قانوني مراجع موجود دي او خلک باید خپلې ستونزې له یادو مراجعو سره شریکې کړي. په پای کې د مسوولینو له لوري د یادې شخړې په اړه وروستۍ پرېکړه ګډونوالو ته واورول شوه، چې له مخې یې د دواړو لورو ترمنځ د پخلاینې بهیر بشپړ او شخړه پای ته ورسېده. دواړو پخلا شویو لورو هم د روغې جوړې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به خپلې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل او په سوله ییزه فضا کې به ژوند ته دوام ورکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
میدان وردګو کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه پای ته ورسېده
منابع
Afghan sources
میدان وردګو کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه پای ته ورسېده