DevelopmentKabulافغانستاندری
میدان وردګو کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې — Bakhtar
Summary: د میدان وردګو ولایت د حصه اول بهسودو ولسوالۍ اړوند په ګردن سیمه کې د کابل ـ بامیان د لوې لارې د ساتنې او خوندیتوب په موخه د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه ویلي چې د دغه استنادي دېوال جوړول د کابل – بامیان لویې لارې د ساتنې او خوندیتوب لپاره مهم ګام دی او اړوند مسوولین باید د پروژې چارې په ټاکلي وخت او له ټاکلو معیارونو سره سم بشپړې کړي.د مسوولینو په وینا، چې دغه استنادي دېوال ۳۳۰ متره اوږدوالي لري او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې پر مټ به یې د کابل – بامیان لویې لارې د ساتنې ترڅنګ د سیمې ترانسپورټي ستونزو په کمولو کې هم مهم رول ولري.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-10-08 06:02:09
خط زمانی
-
Bakhtar
میدان وردګو کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې