Summary: د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو مدیریت له لوري د وارداتي تېلو له ارزونې، نمونه اخیستنې او کیفیت کنټرول وروسته، ۱۰ ټانکره ډیزل بېکیفیته تشخیص او بېرته ایران ته وګرځول شول. د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه باختر اژانس ته ویلي، چې دغه ۱۰ ټانکره ډیزل د موظف پلاوي له لوري د نمونه اخیستنې او کیفیت تر ارزونې وروسته بېکیفیته تشخیص شوي او بېرته ایران ته مسترد شوي دي.نوموړي زیاته کړې، چې یاد تېل د کنټرول او کیفیت ادارې په لابراتوارونو کې له بشپړې ارزونې وروسته ټیټ کیفیت ثابت شوي او له همدې امله بېرته مسترد شوي دي.د نیمروز د نفتو او ګازو عمومي مدیریت مسوولینو ویلي، چې څو ورځې وړاندې هم ۲۸ ټانکره بېکیفیته تېل له ارزونې وروسته مسترد او بېرته ایران ته ګرځول شوي وو.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
نیمروز کې ۱۰ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ایران ته بېرته وګرځول شول
منابع
Afghan sources
نیمروز کې ۱۰ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ایران ته بېرته وګرځول شول