د یمن له حوثي غورځنګ اړوند رسنۍ وايي، د سعودي عرب په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. تر اوسه د سعودي په مشرۍ ائتلاف، چې د یمن د نړیوالې پېژندل شوي حکومت ملاتړ کوي، په دې اړه څه نه دي ویلي. د حوثیانو تر ادارې لاندې د المسیره تلویزیون په ژوندۍ بڼه ویډیوګانې ښيي چې مرستندویان د صنعا ختیځ ته د الشاریه ښارګوټي د څو ودانیو له نړېدلو پاتې شونو څخه مړي راباسي. په ویډیوګانو کې د کوچنیانو مړي هم لیدل کېږي. دغه ټلوېزیون دغه راز داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې ټپیان په سټرېچرونو روغتونونو ته لېږدول کېږي. د حوثیانو اړوند سبأ خبري اژانس وايي، برید د شنبې په ورځ د سعودي عرب لخوا ترسره شوی او د وژل شویو ترڅنګ ۳۹ نور کسان ټپیان شوي دي. سعودي عرب له یوې لسیزې راهیسې د هغه ائتلاف مشري کوي چې د یمن د نړیوالې پېژندل شوې حکومت په ملاتړ د حوثیانو پر ضد جګړه کوي. په یمن کې جګړه د څو کلونو لپاره نسبي ارامه شوې وه، خو د ایران د جګړې له پیل وروسته یو ځل بیا توده شوه. اوربند هغه مهال کمزوری شو چې سعودي عرب د صنعا پر هوايي ډګر، چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې دی، برید وکړ چې د ایران یوه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
یمن کې حوثیان وايي، د سعودي هوايي برید کې لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي – BBC News پښتو
منابع
External sources
یمن کې حوثیان وايي، د سعودي هوايي برید کې لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي – BBC News پښتو