KabulPoliticsافغانستانپښتو

میرویس عزیزي د برېښنا تولید پروژو پلې کېدو کې د افغانستان د برېښنا… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 08:32:24🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وایي، په دوبۍ کې یې د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رییس مولوي عبدالحق همکار سره په لیدنه کې د دواړو شرکتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او په افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې پلې کېدو په اړه خبرې کړې دي. عزیزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ یې د دوبۍ په خپل دفتر کې د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رییس مولوي عبدالحق همکار سره لیدلي چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دغه ښار ته په رسمي سفر تللی دی. هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژي شرکت ترمنځ د همکاریو د چوکاټ، جزئیاتو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید لویې پروژې په اړه خبرې او د نظرونو تبادله شوې ده. عزیزي د برېښنا شرکت له عمومي رییس او د دغه شرکت له ټیم څخه مننه کړې چې د عزیزي انرژۍ شرکت د برېښنا تولید له پروګرامه یې ملاتړ کړی او د اړوندو پروژو د پر وخت پلي کېدو کې یې همکاري کړې ده. نوموړي دغه‌راز د عامه ګټو د لویو پروژو د ملاتړ لپاره د حکومتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د لا نږدې همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی. عزیزي ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 08:32:24

مهالوېش

  1. Pajhwok

    میرویس عزیزي د برېښنا تولید پروژو پلې کېدو کې د افغانستان د برېښنا شرکت له همکارۍ مننه کړې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-21 12:59:16

میرویس عزیزي د برېښنا تولید پروژو پلې کېدو کې د افغانستان د برېښنا شرکت له همکارۍ مننه کړې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button