EconomyKabulافغانستاندری

ناروې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیون کرون مرسته… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 10:53:00🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې ناروې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۵ میلیون کرون چې شاوخوا ۱.۶۳ میلیون امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده. اوچا د یوه پیغام په خپرولو د ناروې له دې نوې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه پیسې به په ټول افغانستان کې له اړمنو خلکو سره په مرستو کې ولګېږي. اوچا زیاته کړې: «ستاسې دغه پیسې به په ټول افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستو لپاره ولګېږي.» د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) د اوچا تر مدیریت لاندې د هېواد په کچه ګډ صندوق دی چې په افغانستان کې د همغږو، لومړیتوب لرونکو او اصولي بشري مرستو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي. دغه صندوق په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 10:53:00

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ناروې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیون کرون مرسته وکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-21 15:22:02

ناروې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیون کرون مرسته وکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button