Kabulافغانستانامنیتدری

نایجریا کې د پوځي الوتکې لوېدو پېښه؛ ۳۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-06 04:06:25🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د نایجریا په سوېل لوېدیځ کې یوه پوځي الوتکه لوېدلې چې له امله یې د ۲۵ مسافرو او د الوتکې د عملې د اوو غړو په ګډون ۳۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. رویټرز راپور ورکړی چې دغه پوځي الوتکه پرون دوشنبه، د اکټوبر په ۵مه، له بنین ښار څخه لاګوس ته د الوتنې پر مهال د اوندو ایالت په مربوطاتو کې لوېدلې ده. د نایجریا ولسمشر بولا تینوبو تایید کړې چې په الوتکه کې سپاره هېڅوک ژوندي نه دي پاتې. هغه د «ژورې خواشینۍ» په څرګندولو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده. تینوبو دغه راز ویلي چې د نایجریا هوايي ځواک ته یې امر کړی څو د پېښې د لامل په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي. د نایجریا د هوايي چلند وزیر فېسټوس کیامو ویلي، د «ATR-42» ډوله دغه الوتکه له بنین‌سیټي څخه لاګوس ته پر عادي ماموریت روانه وه چې د ګرینویچ پر وخت د سهار په ۸:۱۳ بجو د هوايي ترافیک کنټرولونکو ورسره اړیکه له لاسه ورکړه. سرچینې لیکلي چې وروسته د الوتکې پاتې شوني د ایګبوکودا ساحلي ښار ته نږدې وموندل شول او د لټون او ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې. دا پېښه په وروستیو کلونو کې د نایجریا له خونړیو هوايي پېښو څخه بلل شوې ده….

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-06 04:06:25

خط زمانی

  1. Pajhwok

    نایجریا کې د پوځي الوتکې لوېدو پېښه؛ ۳۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-06 08:35:39

نایجریا کې د پوځي الوتکې لوېدو پېښه؛ ۳۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button