کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د نایجریا په کادونا ایالت کې پر یوه کلي د وسلهوالو برید کې د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه برید پرون سهار د «کائورو» ولسوالۍ په «ناریدون» کلي کې شوی دی. وسلهوالو پر خلکو ډزې کړې او کورونه یې ور سوځولي دي. د سیمې د ځوانانو یوه استازي ایشایا داوا ویلي چې بریدګر شاوخوا نیمه شپه کلي ته ننوتل، پر خلکو یې ډزې وکړې او یو شمېر کسان یې په جاریحه وسلو هم وژلي دي. د هغه په خبره، ډېری وژل شوي ښځې، ماشومان او سپینږیري دي او د یو شمېر قربانیانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي. د راپور له مخې، د سیمې اوسېدونکو ویلي چې امنیتي ځواکونه د برید له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته، د دوشنبې په سهار د پېښې ځای ته ورغلل. رویټرز لیکلي چې تر اوسه هيڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
نایجریا کې پر یوه کلي د وسلهوالو برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي
Sources
Afghan sources
نایجریا کې پر یوه کلي د وسلهوالو برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي