د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ددغه وزارت د شورا په غونډه کې د مولوي هبت الله د فرمانونو پر تطبیق ټینګار کړی دی. نوموړي له طالب چارواکو وغوښتل چې د «جهاد اهداف» هېر نه کړي او معنوياتو ته پر مادیاتو لومړیتوب ورکړي. سیمهییزې روغتیايي سرچینې او اوسېدونکي وایي، په تېرو څو کلونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو شمېر په پرلهپسې ډول کم شوی او اوسمهال د کندهار، روزګان، هلمند او نورو سویلي ولایتونو په کچه یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي. د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په هلمند، زابل او روزګان کې هیڅ متخصصه ښځینه ډاکټره نهشته. د پخوانیو روغتیايي رسمي معلوماتو له مخې، درې کاله وړاندې په کندهار ولایت کې ۴۱ ښځینه متخصصې ډاکټرانې ثبت شوې وې. یوه روغتیايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «دا مهال په کندهار کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې کار کوي؛ خو له دې ډلې یوه یې ډېری وخت په کندهار کې نه وي». د سرچینې په وینا، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ یوشمېر نورې ښځینه روغتیايي کارکوونکې لکه قابلې، روغتیاپالې او نورې مسلکي ښځې هم د سختو شرایطو له امله له خپلو دندو لرې پاتې شوې دي. په کندهار کې د جمهوري نظام پرمهال د روغتیا یو پخوانی چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي که څه هم…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ندا محمد ندیم یوځل بیا د مولوي هبت الله د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار کړی
منابع
Afghan sources
ندا محمد ندیم یوځل بیا د مولوي هبت الله د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار کړی