Summary: د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت نظامي مرستیال شیخ خیرجان خیرخواه په مشرۍ یو پلاوی لوګر ته سفر وکړ او د ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره یې کتلي دي. د لوګر د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر رئیس مولوي عبدالله محمد، د یاد ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه تللي پلاوي ته مالومات ورکړي.د لوګر مرستیال والي شیخ انعامالله صلاحالدین وویل، چې په ملکي او نظامي ادارو کې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قوانین په بشپړه توګه پلي شوي دي.له لوګر ولایت څخه د باختر اژانس خبریال ته ویلي چې د نوموړي د سفر موخه د ادارو اصلاح، له شریعت سره د چارو برابرول او د حکمونو، فرمانونو او قوانینو د عملي کېدو ارزونه او څارنه ده.د یادونې ده، چې د فرمانونو د تطبیق په موخه د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي وخت ناوخت لرې او نږدې ولایتونو ته سفرونه کوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت نظامي مرستیال لوګر ته سفر وکړ
سرچینې
Afghan sources
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت نظامي مرستیال لوګر ته سفر وکړ