Kabulافغانستانامنیتپښتو

پوتین له اوکراین او امریکا سره د سولې درې‌اړخیزه خبرو پر بیا پیل… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 15:53:53🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – کرملېن وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې او ښایي دغه خبرې د راتلونکې نومبر میاشتې له ۱۰مې نېټې وروسته پیل شي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پوتین دغه هوکړه د چهارشنبې په ورځ د روسیې په سن‌پترزبورګ ښار کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویټکاف سره تر نږدې درې ساعته لیدنې وروسته کړې ده. د کرملین په وینا، د سولې نوې درې‌اړخیزې خبرې ښايي په تخنیکي کچه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. په دغو خبرو کې به له جګړې وروسته د روسیې او اوکراین د امنیت د تضمین پر لارو چارو بحث وشي. د راپور له مخې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د احتمالي هوکړې پر شرایطو لا هم ژور اختلافونه شته. د روسیې ولسمشر تر اوسه د جګړې په اړه د خپلو اساسي غوښتنو د بدلولو څرګندې نښې نه دي ښودلې؛ په دغو غوښتنو کې د اوکراین د دونېڅک سیمې بشپړ کنټرول او په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب مخنیوی شامل دي. سرچینې لیکلي، د ویټکاف او پوتین په لیدنه کې د ایران په اړه هم خبرې شوې دي. پوتین ویلي چې روسیه له ایران سره د څو لسیزو اړیکې لري او کولای شي له دغو اړیکو څخه د ایران د اټومي پروګرام…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 15:53:53

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پوتین له اوکراین او امریکا سره د سولې درې‌اړخیزه خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-21 20:20:44

پوتین له اوکراین او امریکا سره د سولې درې‌اړخیزه خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button