زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو چارواکي وایي، دا کمپاین په دې ولایت کې د ګوزن ناروغۍ د نویو پېښو ترثبتیدو وروسته پیلوي. د ګوزڼ ناروغۍ پر خلاف د واکیسنو دا کمپاین د ننګرهار ولایت، په څوارلسو ولسوالیوکې تر سره کیږي. د عامې روغتیا ریس مولوي امین الله، شریف، د دې کمپاین د پرانستې پر مهال وویل، دا کمپاین، وروسته له هغې چې په دې ولایت کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ پنځه مثبتې او څو چاپېریالي پیښې ثبت شوې ترسره کیږي. نوموړي وویل، دا کمپاین به د ننګرهار په څوارلسو ولسوالیو او د څنګلوري کونړ ولایت په اوه ولسوالیو کې د اوه ورځو لپاره تر سره شي،چې پکې به په شرایطو برابرو ماشومانو ته د خولې او پیچکاریو له لارې واکسین ورکړل شي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریس په ننګرهار کې د وروستیو پنځواو په کونړ ولایت کې د یوې مثبتې پیښې درامنځته کیدو لامل ننګرهار ته له ګاونډي هیواد پاکستان، څخه، چې اوسمهال د نړۍ پر مخ لومړنی هیواد دی، چې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ لسګونه پیښې پکې موجودي دي دکډوالو راستنیدل او دغه راز د افغانستان، له نورو سیمو څخه دې ولایت ته د خلکو تګ راتګ یاد کړ. د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي عبداالقادر، بیا د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ د مثبتو پیښو د ثبتیدو له امله د خواشینې په څرګندولو سره…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
ننګرهارکې د کوزڼ ناروغۍ پر خلاف ځانګړې کمپاین پېل شو یو راپور هم لرو
منابع
External sources
ننګرهارکې د کوزڼ ناروغۍ پر خلاف ځانګړې کمپاین پېل شو یو راپور هم لرو