ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند، څلورم فارم په سیمه کې د یوې ټرافیکي پیښې د رامنځته کېدو له امله درې تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي. راپور وايي، ټاکل شوې د اکتوبر په پنځمه د روسیې په کوربهتوب د «مسکو فورم» غونډه جوړه شي او د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا به هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي. د روسیې چارواکو ویلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو «معقول جوړجاړي» لپاره زمینه برابره کړي.د راپور له مخې، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع ټيټيپي ده، خو د شخړې پیچلتیا تر دې ډېره پراخ شوي دي.راپور لیکي، چې د ټيټيپي او افغان طالبانو ترمنځ د کلونو جګړې، شخصي اړیکو او ګډو شبکو له امله د دواړو ډلو ترمنځ بشپړ واټن رامنځته کول اسانه نه دي.د راپور په وینا، اسلاماباد یوازې د ټيټيپي پر ضد د اقدام غوښتنه نه کوي، بلکې له طالبانو غواړي له هغو شبکو سره هم اړیکې پرې کړي چې د دوی د پخوانۍ جګړې له چاپېریاله راټوکېدلې دي. تحلیل زیاتوي چې دا موضوع د طالبانو لپاره یوه داخلي او پېچلې مسئله ده او په اسانۍ نه شي حل کېدای.راپور وايي، پاکستان د سرحدي فشارونو، اقتصادي محدودیتونو او هوايي بریدونو له لارې هڅه کوي طالبان…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ننګرهار او لغمان کې د ټرافیکي پېښو له امله پنځه تنه مړه شوي او درې تنه ټپیان دي
سرچینې
Afghan sources
ننګرهار او لغمان کې د ټرافیکي پېښو له امله پنځه تنه مړه شوي او درې تنه ټپیان دي