Summary: د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري، د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ماڼو ټېپ بال کرکټ غوره لیګ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د الیون سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د باختر اژانس د خبر له مخې، د دغو سیالیو پایلوبه د الیون سټار او ملکزي کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پچه الیون سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. الیون سټار لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۹ منډې وکړې او ملکزي کلب لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.په ځواب کې، ملکزي کلب لوبډلې د ټولو لسو اورونو په لوبولو سره ۱۴۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۴۴ منډو په توپیر وبایلله.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
ننګرهار کې الیون سټار لوبډلې د ماڼو ټېپ بال کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله
منابع
Afghan sources
ننګرهار کې الیون سټار لوبډلې د ماڼو ټېپ بال کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله