کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د ننګرهار ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی. د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې شوې ده. سرچینې زیاته کړې، یادو ماشومانو د هاوان یوه زړه مرمۍ موندلې وه او لوبې پرې کولې چې پرې چاودلې او یاده مرګژوبله یې رامنځته کړې ده. د ننګرهار ولایت مقام لیکلي چې ټپي شوی کس د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.
Quick facts
LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-30 06:57:19
Timeline
-
Pajhwok
ننګرهار کې درېیو ماشومانو د مرمۍ په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-30 11:27:10
ننګرهار کې درېیو ماشومانو د مرمۍ په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی