Healthافغانستانپښتوننګرهار

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي — Pajhwok

روان خبرHealthننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-04 10:28:22🎙 راډیو واورئ

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د بټي‌کوټ ولسوالۍ اړوند د څلورم فارم سیمه کې د یوه ویټز او کراس‌روډ موټرو د ټکر له امله شوې ده. سرچینه زیاتوي چې په یاده پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي. امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-04 10:28:22

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-04 14:58:04

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button