جلالاباد (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵): د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ورښتونو له امله د یوې خونې د چت لوېدو پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د شینوارو ولسوالۍ د مارکو بازار په سیمه کې شوې ده. هغه وویل چې په دغه پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی، درې ماشومان او یوه ښځه ټپيان شوي دي. دی وایي چې دغه پېښه د سختو بارانونو له امله شوې ده او ټپیان روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.
Quick facts
Locationننګرهار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-31 06:43:18
Timeline
-
Pajhwok
ننګرهار کې د خونې چت لوېدو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-07-31 11:12:47
ننګرهار کې د خونې چت لوېدو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي