Newsافغانستانپښتوننګرهار

ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې ونمانځل… — Amu TV

روان خبرNewsننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-19 23:43:17🎙 راډیو واورئ

په ننګرهار ولایت کې د زمري ۲۸مه، د انګرېزانو پر وړاندې د افغانانو د استقلال او بریا د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت د «دبستان علمي او فرهنګي مرکز» له لوري یوه علمي او کلتوري غونډه ترسره شوه، چې د پوهنتون استادانو، لیکوالانو، کلتوري شخصیتونو، ځوانانو او سلګونو ځايي اوسېدونکو پکې ګډون کړی و. په دغې غونډه کې ویناوالو د افغانستان د استقلال پر اهمیت، ملي ویاړونو، له بهرني نفوذ څخه د هېواد پر بې‌سارې دفاع او د تېرو نسلونو پر میړانه مفصلې خبرې وکړې. د دبستان علمي او فرهنګي مرکز بنسټګر او مسؤل، دوکتور لطف‌الله خیرخوا په غونډه کې وویل، د دغې تاریخي ناستې د جوړېدو اساسي موخه د هيواد اتلو نسلونو له مېړانې او ازادۍ څخه د ځوان نسل خبرول او د غازي امان‌الله خان په دوره کې د استقلال د ترلاسه کېدو د تاریخي ارمانونو په یاد ساتل دي. خیرخوا ټینګار وکړ چې د نننۍ خاورې خپلواکي د تېرو قهرمانانو او لسیزو د قربانیو مستقیمه پایله ده. په ورته وخت کې د ننګرهار پوهنتون پېژندل شوو استادانو او پوهانو په خپلو تحلیلي ویناوو کې وویل چې افغان ځوانان باید د غونډو له ساده نمانځلو هاخوا، د ازادۍ د جنګونو او د شاه امان‌الله خان په مشرۍ د ازاد بهرني سیاست د اخیستلو په عینی حقایقو او فلسفه ځانونه پوه کړي. د استادانو په وینا، د هېواد د رښتیني…

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-08-19 23:43:17

مهالوېش

  1. Amu TV

    ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-19 12:53:56

ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button